د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ته په هېواد کې د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې د پرمختګ راپور وړاندې کړی دی. عزیزي ویلي چې د هوکړې له لاسلیک وروسته د دوی تخنیکي ډلې د اړوندو وزارتونو له استازو سره یو ځای بغلان، بلخ، جوزجان، هرات او بامیان ته تللي او د پروژو لومړنۍ سروې او تخنیکي ارزونې یې ترسره کړې دي. د ده په وینا، پروژه په درېیو پړاوونو وېشل شوي او د لومړي پړاو د تولید ظرفیت څلور زره مېګاواټه دی. د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې، ملا عبدالغني برادر د پروژې د څارنې لپاره د اړوندو وزارتونو او د عزیزي ګروپ له استازو ګډه کمېټه ټاکلې چې منظم راپورونه به اقتصادي مرستیالۍ ته وړاندې کوي.



































