د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د وزیر په مشرۍ د موسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه. سرچینې ویلي، چې په دې غونډه کې د یاد وزارت وزیر ملا محمد یونس اخندزاده، مرکزي رییسانو، د یونیسف دفتر د واش کلسټر مسول او د نورو موسساتو استازو ګډون کړی و. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د یادې غونډې د اهمیت په اړه وینا وکړه. هغه د اوبو مدیریت ته په اشارې زیاته کړې، چې د اوبو رسولو پروژې باید د خلکو د اړتیاوو پر اساس تطبیق شي. نوموړي ټینګار وکړ چې دا زموږ ټولو مسولیت دی چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خپل ولس لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې کړو.



































