د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د شینوارو ولسوالۍ اړوند ۲۸مې ویالې سیمه کې تېره شپه پاکستاني ډرون الوتکو د شاه سوار په نوم د یوه کس په کور دوه بریدونه کړي، چې له کبله یې ۳ ماشومان او یوه مېرمن ټپيان شوي.د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی رسنیو ته ویلي، چې دا ډول کړنې به د سیمې ثبات اغېزمن کړي. په ورته مهال له خوست ولایته هم ځینې داسې راپورونه ورکړل شوي، چې پاکستاني ډرون الوتکو تېره شپه د یاد ولایت سپېرې ولسوالۍ په لاهوري سيمه کې هوايي بريد کړی، چې په پايله کې يې د يوې نجلۍ په ګډون ۳ ماشومان وژل شوي او د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون اته کسان نور ټپيان شوي دي.



































