د لوګرولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) له څلور میاشتني ځنډ وروسته بیاځلې په دغه ولایت له بېوزله کورنیو سره خپلې مرستې پيل کړې دي. د مسوولینو په خبره د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د کمښت له امله لوګر کې خپلې مرستې ځنډولې وې. سرچینې زیاته کړې، چې تازه یاد نړیوال بنسټ د دغه ولایت په محمداغې ولسوالي کې له شاوخوا ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو سره نغدي مرسته هم ترسره کړې ده. د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین دغه راز وایي، چې د خوړو نړیوال پروګرام به له محمداغې وروسته په ارزې ولسوالۍ کې هم سېلاب ځپلیو او اړکنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشي.



































