د ۲۰۲۵کال د کافا جام سیالیو په لړ کې سبا مازدیګر د افغانستان او ایران د فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره کیږي. دغه لوبه چې د تاجکستان د حصار په مرکزي لوبغالي کې ترسره کیږي، جمعه مازیګر ۴:۳۰ بجې پیلېږي. د مرکزي اسیا د اتلولۍ په فوټبال جام سیالیو کې افغانستان په بي ګروپ کې له ایران، تاجکستان او هند سره لوبې لري او دغه لوبې د تاجکستان په کوربهتوب ترسره کېږي؛ خو د اې ګروپ د سیالیو کوربهتوب بیا ازبکستان کوي. په دغه سیالیو کې اتو لوبډلو ګډون کړی، چې د راتلونکې سپټمبر میاشتې تر ۸مې نېټې به دوام وکړي. د یادو سیالیو وروستي پړاوونه «پایلوبه او نیمه پایلوبه» به په روانې وږي میاشت کې په تاجکستان او ازبکستان کې ترسره شي.



































