د فراه ولایت د اقتصاد ریاست مسوولینو ویلي، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل راهیسې تر دې دمه په دغه ولایت کې د ۲۳ میلیونه ۷۵۵ زره ډالرو په ارزښت ۵۰ بېلابېلې پراختیايي پروژې پلې شوې دي.
د یاد ریاست د مسوولینو په خبره دغه پروژې د ۱۱ بهرنیو او ۲۶ کورنیو غیردولتي موسسو له خوا د اقتصاد ریاست له ثبت وروسته تطبیق شوي، چې له امله یې شاوخوا ۱۸۵۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. سرچینې ویلي، چې د یادو پروژو له ډلې ۲۲ بشپړې شوې، ۲۶ لاهم روانې دي او ۲ نورې د پلې کوونکو موسسو له خوا ځنډول شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه پروژې د پوهنې، روغتیا، کلیو بیارغونې، کار، ټولنیزو چارو، چاپېریال ساتنې، پیښو او کډوالو په برخو کې پلي شوې دي.



































