د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې به شاوخوا ۱.۶ میلیونه افغان کډوال له پاکستانه او نږدې ۲ میلیونه له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شي. راپور زیاتوي چې روان کال به په افغانستان کې شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه وګړي چې د هېواد نیمايي نفوس جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري. خو د بشردوستانه بنسټونو د پلان له مخې یوازې ۱۶.۸ میلیونه کسانو ته مرستې برابریږي چې د دې لپاره ۲.۴۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده. سازمان ټینګار کړی چې د افغانستان روغتیایي سیسټم لا هم نازک دی، په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې ډېری خلک لومړنیو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. راپور همدارنګه د پولیو، ملریا، کرونا، نسناستي او ځینو نورو ناروغیو د خپرېدو د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی دی.



































