د المان بهرنیو چارو وزارت د افغان پناه غوښتونکو د منلو او لېږد پروګرام چې څه موده وړاندې درېدلی و، بېرته پیل کړی دی. د راپورونو له مخې، لومړنی پرواز چې ۵۰ تنه افغان پناه غوښتونکي به ولېږدوي، د دوشنبې په ورځ به د المان هانوفر ښار ته ورسېږي. الماني رسنیو ویلي، چې دغه پناه غوښتونکي به نن له اسلاماباد څخه د ترکيې (استانبول) ښار او له هغه ځایه المان ته ولېږدول شي. په دې الوتنه کې ۱۲کسان اصلي غوښتونکي او ۳۸نور د هغوی د کورنۍ غړي دي. د راپورونو له مخې، له دوو زرو زیات افغان پناه غوښتونکي لا هم په پاکستان کې المان ته د لېږد د پروسې په تمه دي.



































