د بدخشان امنیتي مسوولینو ویلي، چې په دې ولایت کې د درېوو جلا ـ جلا ترافیکي پېښو له امله څلور کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي. د بدخشان د امنیې قومنداني ویاند احسانالله کامګار ويلي، لومړۍ پېښه کې چې په یفتل ولسوالۍ کې د یوه موټر د لېږد پرمهال کښتۍ ډوبه شوې درې کسان مړه شوي او دوه نور ټپيان دي. دویمه پېښه کې چې د یادې ولسوالۍ د «نشرین» کلي په سیمه کې رامنځته شوې، یو د باروړونکي موټر د بریک خرابېدو له امله له یوې هستوګنیزې ودانۍ سره لګېدلی چې پهکې یو څلور کلن ماشوم مړ شوی او دوه کلن ماشوم ټپي شوی دی. دغه راز درېیمه پېښه کې د ارګو ولسوالۍ کې یو کرولا موټر له سړک څخه وتلی او چلوونکی یې ټپي شوی دی.



































