له پولیو څخه د خلاص افغانستان بنسټ ویلي، چې د ختیځ زون په یو شمېر سیمو کې نن د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو. دغه بنسټ ویلي، د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین دغه کمپاین د ننګرهار په جلالاباد ښار او سرهرود، بهسود، خوګیاڼي او بټيکوټ ولسوالیو، د لغمان مهترلام ښار او د کونړ اسعدآباد ښار کې پیل شو. یاد بنسټ ویلي چې په دغه کمپاین کې باید ټول هغه ماشومان چې له ۴ تر ۵۹ میاشتو عمر لري، د پولیو دواړه ډوله واکسینونه زرقي او څاڅکي ترلاسه کړي. د مسوولینو په وینا، له زېږون تر څلورو میاشتو پورې ماشومانو ته یوازې د څاڅکو واکسین ورکول کېږي.



































