په هرات ښار کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمولو او ښاري ښکلا د زیاتولو په موخه تر ځمکې لاندې د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د هرات والي نور احمد اسلامجار ویلي، چې دغه پروژه د هرات ښار د ترافیکي ګڼه ګوڼې او د اوسېدونکو د ستونزو کمولو په موخه پلې کېږي. ورته مهال د هرات ښاروالۍ ویاند محمد ناصر آرمل ویلي، چې تر ځمکې لاندې یاد سړک د هرات ښار په دویمه او درېیمه ناحیه کې د ۶۶۰ مترو په اوږدوالي او ۸ مترو په سور سره د ۶۵ میلیونو افغانیو په لګښت د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې پلې کېږي. د نومړي په وینا، ټاکل شوې یاده پروژه په څلورو میاشتو کې بشپړه شي.



































