کورنیو چارو وزارت له هېوادوالو غوښتي چې د افغانستان خلافلاس (ښي لاس) موټرې دې نه پېري، ځکه ډېری ټرافیکي پېښې د همدې وسایطو له امله رامنځته کېږي. دغه وزارت په خپره شوې خبرتیا کې خبرداری ورکړی، چې په نږدې راتلونکې کې کېدای شي پر دغو موټرو نور محدودیتونه ولګول شي، څو د خونړیو پېښو د زیاتېدو مخه ونیول شي. په خبرتیا کې د ښي لاس موټر لرونکو ته ویل شوي، ژر تر ژره دې لنډمهالي جوازونه او نمبر پلېټونه ترلاسه کړي او هغه وسایط چې قانوني اسناد نه لري، د دې اعلامیې له خپرېدو وروسته دې کابل ته له تګ څخه ډډه وکړي.



































