د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د اوبو معین د افغان – ترک شرکتونو ټولنې له یو شمېر مسوولینو سره کتلي دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې، په افغانستان کې د پانګونې او د اوبیزو پروژو د پلي کولو په اړه خبرې شوې دي. دغه راز د افغان – ترک شرکتونو ټولنې مسوولینو ویلي چې لېواله دي افغانستان کې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه اوبیزو پروژو کې پانګونه وکړي. د اوبو معین مجیب الرحمن عمر آخندزاده، هم د يادې ټولنې د لېوالتیا هرکلی کړی او په هېواد کې د اوبو په پراختیایي پروژو کې يې د پانګونې لپاره د هغوی د هڅولو ترڅنګ ډاډ ورکړی چې د اوبو او انرژۍ وزارت په دې برخه کې هر ډول همکاري ته چمتو دی.



































