د ملګرو متلونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) راپور ورکړی، چې له ایران او پاکستانه د څه باندې یو میلیونو افغانانو راستنېدو په افغانستان کې پراخ بشري بحران رامنځته کړی دی. یاد سازمان په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د مارچ له ۲۰مې تر دې دمه له ۶۰۰ زرو ډېر کسان افغانستان ته راغلي چې نږدې ۳۵۰ زره یې ایستل شوي دي. د راپور له مخې، ډېری راستنېدونکي د نیولو، له کورنیو د بېلېدو او خپلو شتمنیو د له لاسه ورکولو له تجربو سره مخ شوي دي. په داسې حال کې چې افغانستان د دې شمېر راستنېدونکو د ستونزو هوارولو لپاره محدود ظرفیت لري او په دغه هېواد کې بشري اړتیاوې زیاتې دي.



































