د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه کړې ده. برادر ټولګټو چارو وزارت او قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه کړې، چې د کیفیت په پام کې نیولو سره دې د ژمي تر را رسېدو مخکې د یادې مهمې لارې پاتې کارونه بشپړ کړي. د ټولګټو چارو وزارت او قراردادي شرکتونو مسوولینو اقتصادي مرستیال ته ډاډ ورکړی، چې د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره د یادې لارې کارونه دوام لري او د د ژمي تر را رسېدو وړاندې به يې بشپړ کړي. اوسمهال د سالنګونو لویې لارې د جنوبي سالنګ د ۱۰مې تر ۱۵مې ګالرۍ پورې د بیارغونې کارونه بشپړ شوي دي.



































