د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په ختیځو ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ټپيانو ته یې د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې. ګوترېش پر په خپله اېکس پاڼه په یوه پيغام کې ویلي، چې په دې سختو حالاتو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یوو. نوموړي ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ډلې ګډ کار پيل کړی او له زیانمنو سره به د مرستې په موخه ټولې هڅې وکړي.



































