د چین د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې د مرګ ژوبلې له امله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوه جیا کون د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې چین د قربانیانو کورنیو ته تسلیت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي. هغه زیاته کړه، بیجنګ باور لري افغانان به د خپل حکومت په مشرۍ د زلزلې له امله رامنځته شوې ستونزې لرې کړي او بېرته به خپل کورونه او تاسیسات اباد کړي. ده ویلي چين به د اړتیا په وخت کې له افغانستان سره په دې برخه کې تر خپلې وسې پورې مرستې وکړي.



































