د راپورونو له مخې د متحده عربي اماراتو د دولت رییس شیخ محمد بن زاید ال نهیان په امر، له ابو ظبی څخه د افغانستان ختيځو ولايتونو ته د ژغورنې او موندلو یوه ډله استول شوې ده، ترڅو د ټپیانو او شهيدانو په موندلو کې مرسته وکړي. سرچینې ویلي، چې متحده عربي اماراتو له زلزله ځپلو سره د خوړو، درملو او خیمو مرسته هم کړې ده.



































