په افغانستان کې د طبیعي پېښو غمیزو تل پر کړیدلو افغانانو ژورې اغېزې کړي دي ، خو د وروستۍ خونړۍ زلزلې لړزه چې په ختیځ، په ځانګړې توګه کونړ ولایت کې رامنځته شوه، که څه هم دغه زلزلې زرګونه کورنۍ د ماتم پر ټغر کېنولې، خو د افغان ولس ملي یووالی یې هم یو ځل بیا ښه وځلاوه. وروستي راپورونه ښيي چې تر اوسه زر تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا څلور زره نور ټپیان شوي دي، دا شمېرې هره شېبه د تغیر په حال کې دي او د قربانیانو کچه لا پسې لوړېدونکې ده.
د افغانانو پراخ ملاتړ او خواخوږي چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د متاثره شویو کورنیو پر لور روانه ده، د ولس د ژوندي وجداني حس څرګندونه کوي. همدارنګه د افغان حکومت هڅې د ستاینې وړ دي، ځکه چې ژغورنې او عاجلو مرستو برخه کې یې له لومړیو شېبو ډېر څه ترسره کړل. امنیتي او روغتیايي ادارو د خلکو د ژغورنې، د ټپیانو د انتقال او د مړو د ښخولو په برخه کې بې له ځنډه اقدام وکړ. دا هر څه د دې ښکارندویي کوي چې د ملي مسوولیت احساس په هېواد کې لا هم ژوندی دی.
له بلې خوا د نړیوالې ټولنې له خوا د غمځپلو افغانانو غږ اورېدل هم د هیلې وړ دي. ګڼو هېوادونو او نړیوالو ادارو د مرستې ژمنې کړې دي، خو هغه څه چې افغانان پرې ټینګار لري، د ژمنو عملي کېدل دي. زموږ خلک تل د نړیوالو د ژمنو اوږده لیستونه اورېدلي، خو په عمل کې یې یوازې یوه برخه لیدلې ده. د دې لپاره چې د کونړ د زلزلې قربانیان له نوي کړاو سره مخ نه شي، اړتیا ده چې نړیواله ټولنه سمدستي خپلې ژمنې په عمل بدلې کړي او عاجلې مرستې د متاثره شویو خلکو تر خېمو، ویجاړو شویو کلیو او ویرجنو کورنیو ته ورسېږي.
بل اړخ چې هېڅکله باید له پامه ونه غورځول شي، هغه د شفافیت اړتیا ده. د تېرو تجربو له مخې، مرستې کله ناکله په هغه ډول چې باید، د مستحقو خلکو لاس ته نه رسېږي. د دې لپاره اړینه ده چې حکومت، مرستندویه ادارې او د سیمه ییزو ټولنو مشران د مرستو د وېش بهیر په شفاف ډول پر مخ یوسي. که شفافیت ته پوره پام وشي، د خلکو باور به لا پیاوړی شي او مرسته به پر خپل ځای د غمځپلو کورنیو لاس ته ورسېږي.
په اوسنیو شرایطو کې له حکومت او نړیوالو څخه د خلکو ستره تمه دا ده چې یوازې د ژمنو پر یادیدو بسنه ونه کړي، بلکې له ځنډ پرته عملي ګامونه واخلي. ټپيانو ته عاجلې درملنې، د بېسرپناه شوو کورنیو لپاره د سرپناه برابرول، د خوراکي توکو رسونه، او د زیانمنو سیمو د رغونې لومړنۍ چارې هغه څه دي چې باید د لومړیتوب په توګه ترسره شي.
افغانان د تل په څېر د دې غمیزې پر وړاندې هم د یو بل ترڅنګ ولاړ دي، خو زموږ د خلکو توان محدود دی. اړتیا ده چې نړیواله ټولنه د افغانانو سره په دغه ماتم کې کلکه ودریږي او د کونړ د خونړۍ زلزلې د قربانیانو ژوند ژغورلو لپاره په عمل کې همکاري وکړي. یوازې د ژمنو اوږده فهرستونه د ټپي ماشومانو درد نه کموي او د مړو کورنیو غم نه سپکوي.
نو اوس د وخت غوښتنه دا ده چې نړیواله ټولنه، افغان حکومت او ټولې مرسته کوونکې ادارې په ګډه او په بشپړ شفافیت سره داسې ګامونه پورته کړي چې د دې خونړۍ غمیزې قربانیان له یوې بلې غمیزې سره، چې د بېپامۍ او ځنډ له امله راځي، مخ نه شي. د کونړ د زلزلې له قربانیانو سره ریښتینی خواخوږي هغه وخت مانا لري چې د مرستو لاسونه په عمل کې وغځېږي او د اغېزمنو شویو کورنیو ژوند ته یو ځل بیا د هیلې څرک ورکړل شي.



































