د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال وزیر صدراعظم عثماني د یو رسمي پلاوي په مشرۍ د ټیکا په رسمي بلنې ترکیې ته سفر کړی دی. د وزارت په وینا، په پلاوي کې د کرنیزو څېړنو لوی رییس، د دفتر رییس، حقوقي سلاکار او یو تخنیکي ټیم شامل دي. کرنې وزارت ویلي، د سفر موخه د کرنیزو څېړنو له مرکزونو لیدنه او د دواړو هېوادونو د متخصصینو ترمنځ د نظریاتو تبادله ده. کرنې وزارت ویلي، دا سفر به د افغانستان او ترکیې ترمنځ د کرنیزو څېړنو، تجربو شریکولو او د تخنیکي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره نوې همکاري رامنځته کړي.



































