د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ( یو این ایچ سي ار) پر خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی چې په افغانستان کې وروستیو زلزلو مېرمنې، ماشومان او معلولیت لرونکي وګړي له شدید ګواښ سره مخ کړي دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ټينګار کړی چې په زلزلهځپلو سیمو کې زرګونه وګړي پناه ځای، خوړو او بېړنیو روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري او له نړیوالو مرستو پرته د ډېرو ژوند له ګواښ سره مخ دی. یاد بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې زلزلهځپلو ته په سملاسي توګه بشردوستانه مرستې واستوي.



































