د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د بېړنیو مرستو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي، چې د بشري مرستو اوسنۍ بودجه د اغېزمنو خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی او اړتیا ده چې لا ډېرې سرچینې ورته ځانګړې شي. د هغه په وینا، ملګري ملتونه د افغان چارواکو په همغږۍ د زلزله ځپلو اړتیاوې ارزوي او د مرستو د زیاتولو لپاره کار کوي. ګوترېش همدارنګه ویلي، چې د دې سازمان له بېړني صندوقه په لومړي ګام کې پنځه میلیونه ډالره له افغانستان سره د مرستو لپاره ځانګړي شوي دي.



































