د ا.ا مرستیال ویاند ملا حمد الله فطرت ویلي، چې په کونړ کې د زلزلې له امله د اوښتو زيانونو د وروستیو شمېرو له مخې په ياد ولایت کې تر دې مهاله د شهيدانو شمېر ۱۴۵۷ تنه د ټپیانو شمېر ۳۳۹۴ تنه او د ویجاړ شويو کورونو شمېر تر ۶۷۸۲ پورې رسېدلی دی. فطرت زیاته کړې، چې ژغورونکو ټيمونو ټوله ورځ تر خاورو لاندې د بند پاتي باقې خلکو د را ايستلو او د ټپيانو د انتقال عمليات روان ساتلي او ټپيان د الوتکو په وسیله روغتونو ته انتقالېږي. نوموړي ډاډ ورکړی، چې ډېری زیانمنې شوې سيمې تر پوښښ لاندې راغلي او رسېدنه ورته شوې ده.



































