په کونړ ولایت کې ځايي سرچینو ویلي، چې په زلزلهځپلو سیمو کې سلګونه کورنۍ له سرپناه پرته د باران لاندې شپې تېروي او دغه وضعیت د ټپيانو وضعیت ناوړه کړی دی. د سرچینو په خبره مېرمنې او ماشومان له باران سره مخ دي او د خوندیتوب لپاره هېڅ پناه ځای نه لري. سرچینو زیاته کړې، چې زلزلهځپلې سیمې لا هم د سرپناه، خوړو او اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ دي. د یاد ځایي مسوولینو په خبره بشري مرستې تر ډېره د لارې په اوږدو او نږدې سیمو کې وېشل شوې او تر اوسه هغو سیمو ته چې ډېرې اغېزمنې دي، نه دي رسېدلې.



































