د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه خبرداری ورکړی، چې په غزه کې له پنځو کالو کمعمره څه باندې ۳۲۰ زره ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي. یونیسف زیاته کړې چې د قحطۍ پراخېدو ګواښ ته په کتو ماشومان د تخصصي خوراکي توکو په ګډون شدیدو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. یا بنسټ دغه راز ویلي، چې د غزې ښار په دننه او څنګلورو سیمو کې مېشت فلسطیني وګړي له لوږې سره مخ دي او ښايي دا بحران د سپټمبر تر پایه د غزې مرکز او سوېل ته هم ورسېږي.



































