د کډوالو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر د ډنمارک د کډوالو شورا له مشرې اغلې چارلت سلنته سره کتلي دي. د خبر پاڼې له مخې په دې کتنهکې چې د افغانستان او منځنۍ اسیا لپاره د ډنمارک د کډوالو شورا مسوولینو هم ګدون درلود، په افغانستان کې د زلزلې له امله بیځایه شویو او له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو رسولو په اړه خبرې شوې دي. اغلې چارلت سلنته په هیواد کې پر خونړۍ زلزلې خواشیني څرګنده کړې او زیاته یې کړې یې ده، چې د ډنمارک د کډوالو شورا(DRC) خپلې بېړنۍ مرستې د افغانستان ختېځ ته لېږلي دي او همکاران یې له اسلامي امارت سره په همغږۍ مرسته رسونه کوي.



































