د فراه د ښاروالۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز کې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د فراه ښاروال مفتي سردار محمد مرصاد رسنیو ته ویلي، چې دغه پل د یاد ولایت مرکز اړوند په شپږمه ناحیه کې د ښاروالۍ له لوري جوړېږي. د نوموړي په وینا دغه پل ۱۳ متره اوږدوالی ۲۴ متره سور او ۳.۵ متره لوړوالی لري، چې چارې به یې د ۴ نیمو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.



































