د پروان ولایت ځایي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د مسوولینو په خبره دغه پېښه د یاد ولایت د سالنګ ولسوالۍ د بابا شنګول کلي کې د یوه کرولا موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې یوتن مړ او درې نور ټپیان شوي دي. د پېښې ټپیان د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي. د یادونې وړ ده، چې د یادې پېښې لامل د موټرچلونکي بې احتیاطي او چټکتيا ښودل شوې ده.



































