په تېرو نږدې ۲۴ ساعتونو کې د هېواد ختیځې سیمې پنځه ځلې د زلزلو ټکانونو لزړولې دي. د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې ویلي، په دغو ټکانونو کې تر ټولو پياوړی هغه د تېر ماخوستن و چې شدت یې د ریښتر په کچه ۵.۶ درجې و. دا په داسې حال کې ده چې د ژغورنې ډلې او خلک لا هم په کونړ کې د لومړۍ زلزلې د پلټنو په عملیاتو بوخت دي. د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي هغې زلزله کې د مړو شویو کسانو شمیر له ۲۲ سوو څخه اوښتی او په خبره یې ۳۶۴۰ نور ټپيان شوي دي.



































