د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، تېره ورځ له پاکستان او ایران څخه شاوخوا ۲۹۰۱ کورنۍ هېواد ته راستانه شوې دي، چې د غړو شمېر یې ۲۱،۵۴۶ تنو ته رسېږي. نوموړي ویلی، چې دغه کورنۍ د هرات، نیمروز، کندهار، ننګرهار او پکتیکا ولایتونو له لارو هېواد ته راستانه شوي دي. فطرت پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د اسلام کلا څخه ۷۸۰، د سپین بولدک ولسوالۍ له لارې ۲۶۲، د تورخم له لارې ۱۷۰۳ او د پکتیکا انګور اډې له لارې ۲۵ کورنۍ افغانستان ته ستانه شوي دي. د هغه په خبره د دې کورنیو د غړو شمېر ۲۱۵۴۶ ته رسېږي، چې د پاکستان او ایران څخه په جبري ټوګه اېستل شوي دي.



































