په هېواد کې د سون توکو بیې یو ځل بیا لوړې شوې چې د موټر چلوونکو اندېښنې یې زیاتې کړي دي. د تېرو څلورو اونیو په ترڅ کې د هر لېټر پټرولو بیه ۴ افغانۍ، ډېزلو ۶ افغانۍ او د هر کیلو اوبلن ګاز بیه ۲ افغانۍ لوړه شوې ده. موټر چلوونکي وايي، دې حالت له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، د نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړېدل، د ټیټ کیفیت تېلو پر وارداتو بندیز او د روسیې او قزاقستان په صادراتو کې ستونزې د بیو د زیاتوالي عمده لاملونه دي. یاده خونه خلکو ته ډاډ ورکوي چې د هېواد د نفتي توکو زیرمې کافي دي او د شرایطو په عادي کېدو سره به بیې راکمې شي.



































