د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې له ایران او پاکستانه یو لک ۷زره ۳۷ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي، چې د دغو کورنیو شمېر ۱۷ زره او ۴۲۹ ته رسېږي. د کډوالو چارو وزارت ویاند پرون پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د راستانه شویو افغان کډوالو سره یې نغدي، روغتیايي، ټرانسپورټي، اوبو او نورو برخو کې مرستې کړې دي.



































