په بادغیس ولایت کې ۱۷۶ هکټاره ځمکه د پستې بڼونو ته ځانګړې او بیارغول شوې ده. د دغه ولایت د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې په تېرو څلورو کلونو کې، په دې ولایت کې دغه بڼونه د مقر، سنګ اتش او د بوم درې په ولسوالیو کې رغول شوي دي. همدارنګه، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» د «جیف ۶» پروژې له لارې یوازې د ابکمري ولسوالۍ په کچه شاوخوا درې زره او ۱۰۰ هکټاره د پستې بڼونه بېرته رغول شوي او ټاکل شوې ده، چې سږکال هم نږدې ۹۴ هکټاره نور بڼونه به ورغول شي. د کرنې ریاست چارواکي زیاتوي، دا مهال په بادغیس ولایت کې له ۳۰ زرو هکټارو څخه زیات د پستې بڼونه شتون لري او د بیارغونې، جوړولو او د طبیعي پستې ځنګلونو د ساتنې له دوام سره دغه شمېر په زیاتېدو دی.



































