د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې له زلزلهځپلو سره د چین د بشري مرستو لومړۍ جوپه نن سهار کابل ته راورسېده. په دې مرستو کې درې زره کمپلې او ۳۵۰ خیمې شاملې دي چې ارزښت یې ۷۰۰ زره ډالر دی. یاده زلزله د تېرې اونۍ د دوشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې په کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې وشوه چې ډېره مرګژوبله او زیان یې په کونړ کې واړاوه. د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي وو چې په کونړ کې د مړو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو ۳۶۴۰ کسانو ته لوړ شوی دی.



































