د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال زینالعابدین عابد په مشرۍ یو پلاوی اندونیزیا ته سفر کړی دی. دغه پلاوي د اندونیزیا د اوبو او انرژۍ، د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو د مدیریت وزارتونو او د ځایي ټولنو د پراختیایي پروګرامونو له مسوولینو سره کتلي دي. د خبرپاڼې له مخې، افغان پلاوي د اوبو سرچینو مدیریت، د اوبو لګولو سیسټمونه، د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت مرکزونه او د طبیعي پېښو لپاره د بېړني چمتووالي سیسټمونه له نږدې کتلي او له اړوندو چارواکو سره یې د همکاریو د پراخېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.



































