په غزني کې د اصلاح شويو تخمونو کارخونه په رسمي توګه پرانستل شوه. د دې کارخونې موخه په دغه ولايت کې د اصلاح شويو تخمونو د توليد او پروسس له لارې ځانبسياینه ښودل شوې ده. د غزني د اصلاح شويو تخمونو دولتي شرکت مسوول، محمد عظیم هدایت ویلي، یاده کارخونه اوس د شلو کارګرانو په مرسته په يوه ساعت کې دوه ټنه اصلاح شوي غنم پروسس کولی شي. هغه زياته کړې چې کارخونه په پخوانۍ ودانۍ کې جوړه شوې، خو ډېر ژر به يې د فعالیت کچه نوره هم پراخه شي. هدایت ویلي، چې دا کارخونه د غزني د بزګرانو اړتیاوو ته په کتو جوړه شوې او تولید شوي تخمونه د دې ولايت د اقليم او چاپېريال سره سمون لري.



































