په غزني کې ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ شپږ تنه مړه شوي او یو بل کس پټي دی. د غزني ولایتي مسوولینو ویلي، چې دغه پېښه نن سهار د مرکز اړوند د روضې کوتل سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لاره رامنځته شوې ده. د والي ویاند عزتالله سعیدي ویلي، په دې پېښه کې چې د ۵۸۰ مسافروړونکي او پاسو موټرو د ټکر له امله شوې، د پاسو ټول سپرلي چې څلور ماشومان، یوه ښځه او یو سړی دي، مړه شوي او د ۵۸۰ چلوونکی ټپي شوی دی. د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي ښودل شوې ده. د یادونې ده، تېره شپه هم په غزني کې د دوو نورو ترافیکي پېښو له امله پنځو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.



































