د ترکیې د پېښو اړوند (افاد) ادارې خبر ورکړی، چې د افغانستان زلزلهځپلو ته یې تازه مرستندویه کڅوړې لېږلې دي. د ترکیې د پېښو اړوند (افاد) ادارې زیاته کړې، چې په دې رېل ګاډي کې ۹۲۲ ټُنه خوراکي، غېرخوراکي او روغتیايي لوازم بار دي او د سې شنبې په ورځ یې له انقرې حرکت کړی دی. د افاد ادارې په خبره، په دې کڅوړې سره د افغانستان له زلزلهځپلو سره د ترکیې د مرستو کچه څه باندې ۱۰زره او ۴۶۰ ټُنو ته ورسېده. دغه مرستې د ترکیې سرې میاشتې ټولنې او نورو مدني بنسټونو په همکارۍ برابرې شوې دي.



































