د بدخشان ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د درایم ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون ۱۱ کسان مړه شوي او یو بل ماشوم ټپي شوی دی. د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ مسوولینو ویلي، چې دغه پېښه پرون د درایم ولسوالۍ په زرک سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د یادو کسانو موټر له سړکه واوښت او چپه شو. د درایم ولسوالۍ ځایي مسوولین بیا وايي، په مړه شویو کسانو کې ۷ کسان یې د یوې کورنۍ غړي دي.



































