د افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې سویس د همکاریو د پراختیا دفتر د کونړ له وروستیو زلزلهځپلو سره د مرستو په موخه ۲۰ ټنه غېرخوراکي توکي پرون په کابل هوايي ډګر کې دوی ته سپارلي دي. د سرچینې په خبره په دغو مرستو کې ۳۱۰ خیمې او د ژمنیو جامو ۳۰۰ بستې شاملې دي. د سویس د همکاریو د پراختیا دفتر مرستیالې ستاتا کیس د دغو مرستو د سپارلو پر مهال ژمنه وکړه، چې د کونړ د زلزلهځپلو د لاسنیوي لپاره به نورې مرستې هم برابرې کړي.



































