د لوګر ځايي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د ۲ سوه زره ډالرو په لګښت د درېیو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د لوګر د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې په یادو پروژو کې د ۱.۷ کیلومتره په اوږدوالي او ۴ متره سور په درلودلو سره د مغل خېلو کانال، د ۴۲ متره په اوږدوالي او ۲.۵ متره په سور د لشکري خېلو کانال یوسیفون او د ۱۵۰ متره په اوږدوالي د یو سربند جوړول او د دوو نورو کانالونو تحکیمات شامل دي، چې چارې یې د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (اف اې او) په مالي ملاتړ بشپړې شوې دي.



































