په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازولۍ مرستیالې جواهره بنت عبدالعزیز السویدي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۰مه غونډه کې ویلي، چې افغانستان له سختو ننګونو لکه اقتصادي کړکېچ، بېروزګاري، بشري اړتیاوو، اقلیمي ستونزو، بېوزلۍ، لوږې، بندیزونو، کنګل شویو شتمنیو او د کډوالو له راستنېدو سره مخ دی. هغې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د افغان بنسټونو د بیارغونې، بشري مرستو ته د لاسرسي او د ټولو لورو ترمنځ د خبرو ملاتړ ته دوام ورکړي، څو د سولې او نړۍوال ادغام زمینه برابره شي. السویدي زیاته کړې چې قطر د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او تازه یې د هوا له لارې پنځه الوتکې د ۱۰۰ ټنه بشري مرستو سره افغانستان ته لېږلې دي.



































