د لوګر ولایتي مسوولین وایي، په مرکز پلعلم او یو شمېر ولسوالیو کې د قیمتي ډبرو ۳۵ نوي کانونه موندل شوي دي. د کانونو او پټرولیم رییس احمدالله فرقاني ویلي، د دغو کانونو سروې او مالومات بشپړ شوي او د منظورۍ لپاره د کانونو وزارت ته استول شوي دي. د نوموړي په وینا، اوسمهال په دغه ولایت کې د قیمتي ډبرو پر پنځو کانونو کار روان دی، چې یوازې په تېرو پنځو میاشتو کې یې ۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. فرقاني زیاتوي، د کانونو د استخراج په برخه کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.



































