د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان (سیف د چلډرین) خبر ورکړی چې د افغانستان په زلزلهځپلو سیمو کې له ۵کالو کم عمره شاوخوا ۲۷ زره ماشومان او ۱۰ زره مېندوارې او شیدې ورکوونکې مېرمنې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي. یاد سازمان زیاته کړې، چې په ځپل شویو سیمو کې څه باندې ۹۱ زره اړمن تغذیه يي ملاتړ ته اړتیا لري چې په ډله کې یې پر خوارځواکۍ اخته ماشومان له ګواښ سره لاس او ګریوان دي.



































