پر دوحې د اسراییلو وروستي برید چې د امریکا تر ټولو ستره پوځي اډه پکې موقعیت لري، په سیمه کې جدي پوښتنې راپورته کړې دي. داسې اډې چې د «ملګرو» د ساتنې په نوم جوړې شوې، خو کله چې د عمل وخت راشي، نه یوازې د خپل حضور د توجیه وړتیا له لاسه ورکوي، بلکې د کوربه هېواد ملي حاکمیت هم تر پوښتنې لاندې راولي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر له امیر سره خواخوږي څرګنده کړې او دغه برید یې ناسم بللی، خو اسراییل ټینګار کوي چې سپینه ماڼۍ له دې اقدامه مخکې خبر شوې وه. دا خبره لا زیات شکونه راولاړوي چې ایا واشنګټن واقعاً د خپلو اډو د کوربه هېوادونو د امنیت په اړه ژمنتیا لري، او که نه یوازې د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره یې کاروي.
په عربي نړۍ کې اوس د امریکايي اډو د شتون او اړتیا په اړه پراخ بحثونه روان دي. په وروستیو درېیو میاشتو کې دا دوهم ځل دی چې پر قطر برید کېږي او واشنګټن په ظاهري توګه سترګې پرې پټې کړي. دغه بېپروايي د عربو هېوادونو تر منځ د دفاعي وړتیاوو په اړه وېره خپره کړې او شنونکي وایي چې امریکا د تېلو او انرژۍ اړتیاوو له امله د هغوی لاسونه تړلي، خپلې زړې وسلې پرې پلوري او هغوی یې د ځان په یوه مصرفي بازار بدل کړي دي.
له بده مرغه، پر دوحې د اسراییلو وروستي برید د هغه ګران بیه رادارو له خوا کشف نه شو چې امریکا د قطر لپاره د فضا د څارنې په نوم پلورلی و. دا ناکامي ښيي چې د لوړو لګښتونو باوجود، دغه وسلې د ریښتینې دفاع تضمین نه شي کولای او یوازې د جګړو د بازار ګرم ساتلو وسیله ګرځي.
نن نړۍ په چټکۍ سره د نظامي کېدو پر لور روانه ده. د وسلو د تولید او پلور شرکتونو بازار تود شوی، ملګرو ملتونو خپل اهمیت له لاسه ورکړی او د هېوادونو ملي حاکمیت د بهرنیو قدرتونو تر سیوري لاندې ورځ تر بلې له ګواښونو سره مخ کېږي.
د دې ټولو شواهدو پر بنسټ، ښکاره ده چې نړۍ د وسلو د سوداګرۍ په یوه خطرناک فصل کې ننوتلې ده، چېرې چې ملتونه د امنیت تر نوم لاندې د جګړو د دوام وسیلې ګرځول کېږي. که نړیواله ټولنه په دې اړه جدي اقدام ونه کړي، نه یوازې د جګړو لمبې به لا پراخې شي، بلکې د هېوادونو د ملي حاکمیت مفهوم به په بشپړه توګه تر پوښتنې لاندې راشي.



































