د مهترلام ښاروالۍ مسوولین وايي چې په یاد ولایت کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت یو کانکریټي سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یادې ښاروالۍ د نشراتو مسوول لعل اغا ابراهیمي وویل، چې دغه سړک د ښار دوهمې ناحیې اړوند د قومونو او قبایلو چارو ریاست مخې ته د ۱۵ متره په سور او ۱۱۵ متره په اوږدوالي سره د یادې ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې ا خیستنې ته سپارل شوی دی. د نوموړي په وینا په دغه پروژه کې د سړک دواړو غاړو ته ویالي او استنادي دېوال هم جوړ شوی څو د اوبو د تخریب او نورو ستونزو مخه ونیول شي.



































