د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان حکومت قونسل عبدالجبار تخاري ویلي، چې په سند ایالت کې د پاکستاني حکومت له لوري ۴۷ افغان بندیان ازاد کړي او د چمن له لارې یې افغانستان ته استولي دي. عبدالجبار تخاري زیاته کړې، چې له دې ډلې ۵ کسان له ډېرې مودې راهیسې د پاکستان په بند خونو کې بندیان وو. نوموړي دغه راز ویلي، چې اوسمهال شاوخوا ۲۰ افغانان په سند ایالت کې بندیان دي او د هغوی د خلاصون لپاره یې هم هلې ځلې پیل کړې دي.



































