د اروزګان او کندهار ترمنځ د ۲۴ کیلومتره لویې لارې د اساسي رغولو چارې د ۷۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې. د یادې پروژې مسوول انجینر جمیل مشعل ویلي چې د ترینکوټ او شاوليکوټ ترمنځ د ۲۴ کیلومتره سړک د رغونې چارې به دوه کاله وخت ونیسي. د نوموړي په خبره، په پروژه کې د سړک اساسي رغونه، د ۲ پلونو، ۶۰ پلچکونو، او څلورو واشونو او د خوندیتوب په موخه د استنادي دېوالونو جوړول شامل دي. په ورته وخت کې د اروزګان او کندهار چارواکو دا پروژه له مهمو پراختیايي پروژو څخه بللې او ډاډ یې ورکړی چې په راتلونکي کې به هم ورته نورې لویې پروژې پیل شي. یاده لویه لاره د روزګان یوازېنۍ نښلونکې لاره ده چې د خلکو ټولې ورځنۍ اړتیاوې پرې پوره کېږي.



































