د کډوالۍ نړۍوال سازمان له نړۍوالو مرسته کوونکو غوښتي، چې د افغانستان په کونړ او ننګرهار کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې لپاره بېړني مالي امکانات برابر کړي. په افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشرې میهیونګ پارک د بروکسل په غونډه کې اروپایي ټولنې ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړي او ټینګار یې کړی، چې افغانان په ځانګړي ډول د اروپایي ټولنې له مرستو سره تړلي دي، ځکه چې د ۲۰۲۱کال د اګسټ له بدلون وروسته امریکا خپلې مرستې درولې دي. پارک د اروپايي ټولنې غونډې ته په خپلو څرګندونو کې ویلي، لوېدیځ هېوادونه د خپل دفاعي لګښت د زیاتوالي له امله د پرمختیايي او بشري مرستو بودجې کموي، چې د افغانستان په څېر هېوادونو لپاره یې ستونزې لا پسې زیاتې کړي.



































