د پاکستان په بلوچستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي، چې پاکستاني ځواکونو د دغه ایالت په بېلابېلو برخو کې د دوی کورونه نړولي او ګڼ شمېر يې نیولي او بندیان کړي دي. بلخوا د سپین بولدک د کډوالو د ثبت مسوول عبداللطیف حکیمي ویلي، چې د سپین بولدک له لاري تېره ورځ ۱۰۷۵ افغان کډوال او ۵۳ تنه نور افغانان چې د پاکستان له بندخونو خوشې شوي وو، راستانه شوي او خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.



































